د بدخشان په ارغنج خواه کې یو روغتیايي مرکز جوړ شو
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د بدخشان ولایت د ارغنج خواه ولسوالۍ د سم دره کلي روغتیايي مرکز په معیاري ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاره.
دا یو پوړیزه روغتیايي مرکز په ۲۵۲ متر مربع ځمکه کې د عامې روغتیا د ۸ میلیونه و ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شوی دی. د دې روغتیايي مرکز له جوړېدو سره د دې ولسوالۍ د ناروغانو شته ستونزې حل شوي دي.