د بدخشان ولايت د خرقې مبارکې جومات د بيارغولو چارې دوام لري
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بدخشان ولايت په مرکز فيض اباد ښار کې د خرقې مبارکې په جومات کې د مرمرو تيږدو د لګولو او د شاوخوا ديوالونو د جوړولو چارې ۲۴،۳ فيصده پرمخ وړي دي.
د خرقې مبارک تاريخي جومات د فيض اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې موقعيت لري چې په ۳،۶ ميليونه افغانيو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له انکشافي وجې څخه رغول کيږي.