د بامیان ولایت د ورس ولسوالۍ ښاري پلان تائید شو
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو ویزه کولو کمیسیون غړو ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د بامیان ولایت د ورس ولسوالۍ د ښاري پلان نقشه چې په دې ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د متخصصینو او انجنیرانو لخوا جوړه شوې وه، د تائید وړ وګرځیده.
همدارنګه په دې ناسته کې په نورو بیلابیلو موضوعاتونظرونه شریک شول.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مرستیال وویل چې د دې ناستو څخه یې موخه هېودوالو ته ښه خدمت کول او غوره خدمات وړاندې کول دي چې د ولس د ګټو ساتنه د ا .ا.ا په لومړیتوبونو کې ده.