د باميان ولايت په پنجاب ولسوالۍ کې د غونډو تالار جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۱ - ۹:۵۷
باميان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات تحکيم برنامې له لارې د باميان ولايت په پنجاب ولسوالۍ کې د غونډو لپاره د يو تالار د جوړېدو چارې بشپړې کړې.

دا ودانۍ په ۶۲۱ متر مربع ځمکه کې د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له پراختيايي بوديجې څخه په ۱۴ ميليونه ۸۱۱ زره افغانيو په اساسي ډول ورغول شوه.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات تحکيم برنامې له پيل راهېسې تر اوسه د هېواد په ګڼو ولايتونو کې ۱۲۹ بېلابېلې دولتي اداري ودانۍ رغولي او په دې سره يې د دولتي ادارو د ظرفيت په لوړولو کې اغېزناکه ونډه اخېستې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

په هرات کې د تاریخي ابداتو د زیانونو پېژندنه او د رغنیزو پروژو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د تاریخي ابداتو د ساتنې ریاست د محترم رئیس په وینا، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات ولایت په یو شمېر سیمو کې د تاریخي آبداتو د زیانونو پېژندنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۲۰
Background image

کابل ښار کې له یو شمېر ودانیزو پروژو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۶/۲۶

د منظمې ښاري ودې او پراختیا او د غیر پلاني انکشاف څخه د مخنیوي په موخه په دې وروستیو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله شلمه ګڼه فرمان صادر شو، چې له مخې یې د کور او ښار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۳:۵۴
Background image

د مسکن مرستیال د کابل د پیروزي ښارګوټي د استوګنیزې پروژې څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۷/۶/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال  الحاج مولوي ګل زرین صابر د کور او ښآر جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت