د اوبو، ځمکو او ښاري پراختیا عالي شورا غونډه ترسره شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۲ - ۹:۳
کابل

دافغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اوبو، ځمکو او ښاري پراختیا عالي شورا غونډه پرون ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې په ارګ کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د اجنډا مطابق د پنځو لویو ښارونو (هرات، جلال اباد، کندهار، مزار شریف او خوست) د ستراتېژیک انکشاف چوکاټ طرحو او د پنځو لویو ښارونو لپاره د ستراتېژیک انکشاف چوکاټ د تطبیق پر طرحو بحث وشو او وارزول شوې.

لومړی جمهوررئیس غني د غونډې غړو ته ښه راغلاست ووایه او د ساساکي کمپنۍ له لوري د جامع، له محتوا ډکو او د اوسني وخت مطابق طرحو ترتیبولو له امله یې ورڅخه مننه وکړه.

وروسته، د نړیوال بانک تخنیکي مسوول د ښارونو د ستراتېژیک انکشاف په تړاوو د جمهوررئیس له لیدلوري او پاملرنې خوښي وښوده او د افغانستان ټیم څخه یې مننه وکړه.

په دوام د ساساکي کمپنۍ مسوول د پنځو لویو ښارونو د ستراتېژیک انکشاف د چوکاټ طرحو په اړه ټولیز معلومات وړاندې کړل او د یادې کمپنۍ نورو مسوولینو هم په دې اړه خپلې طرحې وړاندې کړې، زیاته یې کړه چې په دې طرحو کې د ښارونو، لرغونو سیمو، د اوسېدو سیمو، سوداګریزو سیمو، تحصیلي سیمو، د پانګونې سیمو او اقتصادي سیمو لپاره د پراختیا وړ نقطې مشخصې شوې دي.

د هیواد جمهوررئیس د ګډونوالو د نظریاتو تر اورېدو وروسته، د پنځو لویو ښارونو د ستراتېژیک انکشاف چوکاټ په پرنسیب کې تائید کړ او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ته یې دنده وسپارله چې د یادو طرحو د عملي کولو لپاره باید د ټولنې د اړتیاوو پر اساس کار وشي.

همداراز جمهوررئیس وویل، دغه طرحې دې د ورکشاپونو او کنفرانسونو له لارې له خلکو او پوهنتونونو سره شریکې شي، ترڅو په یوه ملي بحث بدلې شي.

وروسته د اجنډا مطابق د ښار جوړولو او ځمکو وزارت معین د پنځو لویو ښارونو لپاره د ستراتېژیک انکشاف چوکاټ د تطبیق طرحې غونډې ته وړاندې کړې.

هغه وړاندیز وکړ چې په غوره ډول د دغو طرحو د تطبیق لپاره ورته ۲۰ ورځې وخت ورکړل شي، ترڅو له والیانو، ښاروالانو او اړوندو ادارو سره غونډې جوړې کړي او وروسته د خپلو پایلو تحلیل او شننه په یوې غونډه کې د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د ګډونوالو د نظریاتو تر اورېدو وروسته وویل، په غوره ډول د دغو طرحو د تطبیق لپاره دې د ویډو کنفرانس له لارې له والیانو سره غونډه جوړه شي.

هغه زیاته کړه، د هغوی لپاره به د دې طرحو د عملي کولو په موخه هر ډول اړتیا وړ امکانات برابر کړو.

جمهوررئیس د غونډې په پای کې له ساساکي کمپنۍ څخه د مننې ترڅنګ وویل، دغه طرحې له موږ سره مرسته کوي چې په کومه سیمه کې پانګونه وکړو او کومې برخې ته لومړیتوب ورکړو او مخکې ولاړ شو.

همداراز غونډې لاندې پرېکړې وکړې:

· د دې طرحو د غوره تطبیق په موخه دې د جمهوري ریاست په کچه یوه کاري کمېټه جوړه شي، ترڅو د همکارۍ ډول او د ادارو همغږي، د تطبیق څارنه او ارزونه، تعدیلات او د پنځو لویو ښارونو د طرحو د تطبیق لپاره د عملي پروسو رامنځته کولو مسوولیت پر غاړه واخلي.

· د تطبیق، څارنې، ارزونې او د دې طرحو د تطبیق څرنګوالي په موخه د پنځو لویو ښارونو د والیانو او هغو ولایتونو چې په راتلونکي کې د ساساکي برنامې تر پوښښ لاندې راځي، تر نظر لاندې د دویمي واحدونو ترمنځ د همغږۍ کمېټه جوړه شي.

· د ښاروالانو تر نظر لاندې دې تخنیکي کمېټه جوړه شي او خپل راپور دې د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.

· دغه طرحې دې په ۲۰ ورځو کې له والیانو، ښاروالانو، عامو خلکو او پوهنتونونو سره شریکې شي او د تطبیق لپاره دې د هغوی نظریات واخیستل شي او د هر ولایت طرحه دې د اوبو، ځمکو او ښاري پراختیا عالي شورا ځانګړې غونډې ته له اړوندو ولایتونو سره د ویډیو کنفرانس له لارې دطرحو د عملي کولواو د ادارو د همکارۍ څرنګوالي په اړه د نظریاتو اخیستو په موخه، وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت