د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد «رحمه‌الله» د مرحومې مور او مرحوم تره په مناسبت د دعا او فاتحې مراسم ترسره شول

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۱۸
مسکن

۱۴۴۷/۶/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال الحاج مولوي ګل زرین صابر په هدایت په یاد معینیت کې د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد «رحمه‌الله» د مرحومې مور او مرحوم تره مولوي محمد جمعه، د روح د خوشحالۍ په موخه د دعا او فاتحې مراسم ترسره شول.

په دغه مراسمو کې کې د وزارت اړوند رئیسانو، امرینو او کار کوونکو برخه اخیستې وه چې په کې د یاسین شریف ختم او فاتحه ولوستل شوه او د مرحومینو ارواحو ته یې دعاوې وکړې.

دغه راز دعا وشوه چې یاد ختم دې د الله په دربار کې قبول او ثواب دې یې د مسلمه امت ټولو وفات شوو مسلمانانو ته ورسېږي.

ترڅنګ یې د اسلامي نظام د بقا او پیاوړتیا دعاوې او الله ج ته عاجزانه او د مغفرت دعاوې وشوې.

د مرحوم ثالث عمر امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد «رحمه‌الله» مرحومه مور او مرحوم تره مولوي محمد جمعه، څو ورځې وړاندې وفات شول او د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې د افغانستان د اسلامي امارت د لومړني رهبر او بنسټګر د زیارت ترڅنګ، په جلا جلا مراسمو کې خاورو ته وسپارل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت