د امارتي مطبعې، صکوکو او ضرابخانې د محوطې د توپوګرافي سروی بشپړه شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۵۱
صکوک

۱۴۴۸/۱/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروی او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کابل ولایت په مرکز کې د امارتي مطبعې، صکوکو او ضرابخانې د محوطې د ۸ جریبه ځمکې د توپوګرافي سروی چارې په بریالۍ توګه بشپړې شوې.

یاده سروی د ساحې د دقیق مساحت د تثبیت، د جغرافیایي او تخنیکي معلوماتو د راټولولو او د جي ای ایس  سیسټم لپاره د معیاري ډیټا د برابرولو په موخه ترسره شوه.

د راټولو شویو معلوماتو پر بنسټ به د یادې ساحې اړوند تخنیکي تحلیلونه ترسره شي او د ښاري پراختیا او ساختماني چارو لپاره به لازم تخنیکي پلانونه او طرحې چمتو شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه د ښاري پراختیا او تخنیکي معلوماتو د معیاري کولو په برخه کې د سروی او جي ای ایس ریاست د فعالیتونو پراخولو ته ځانګړې پاملرنه لري، څو ټولې زیربنایي پروژې د دقیقو  او معیاري معلوماتو پر بنسټ ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۲۲
Background image

د کابل ښار څلورمې ناحیې په تایمني تعدیلي پروژه کې څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري تخلفاتو ته د مخنیوي لوی ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د خپلو دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۰
Background image

د کابل – بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا محترم عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو  چارو له روان بهیر تخنیکي څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۵۱
Background image

د امارتي مطبعې، صکوکو او ضرابخانې د محوطې د توپوګرافي سروی بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروی او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کابل ولایت په مرکز کې د امارتي مطبعې، صکوکو او ضرابخانې د محوطې د ۸ جریبه ځمکې د توپوګرافي سروی چارې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت