د الشیخ ښارګوټي د حقوقي او اداري اسنادو د ارزونې په تړاو د ټاکلې کمېټې ناسته ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۶
الشیخ ښارګوټی

۱۴۴۷/۰۹/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ، د وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال مولوي محمد رباني ناصح په مشرۍ ټاکلې کمېټې په نوي کابل ښار کې د الشیخ ښارګوټي د سوانحو او سوابقو په تړاو ځانګړې ناسته ترسره کړه.

یاده ناسته چې د وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هدایت له مخې جوړه شوې وه، په کې د الشیخ ښارګوټي اړوند حقوقي، اداري او تخنیکي موضوعات په هر اړخیز ډول وڅېړل شول.

د غونډې په ترڅ کې د ښارګوټي د اسنادو تحلیل، د حقوقي مسایلو ارزونه، د اسنادو د تصفیې بهیر او همدارنګه د نوو نمرو د وېش په طرزالعمل بشپړ بحث ترسره او نظرونه تبادله شول.

ښاغلي مالي او اداري مرستیال مولوي محمد رباني ناصح ټینګار وکړ، چې ټول اسناد باید د نافذه قوانینو او اصولو له مخې په دقت وارزول شي، څو د هر ډول احتمالي ستونزو مخنیوی وشي او راتلونکی بهیر په شفاف، منظم او قانونمند ډول پرمخ ولاړ شي.

دغه راز نوموړي وویل، د نوو نمرو د وېش لپاره دې یو روښانه او عادلانه میکانېزم ترتیب شي، تر څو د مستحقینو حقوق خوندي او د ښاري پراختیا بهیر له خنډ پرته تطبیق شي.

د غونډې په پای کې د وزارت محترم مالي او اداري مرستیال یادې کمېټې ته دنده وسپارله چې د نوو نمرو د وېش، د اسنادو د تصفیې او حقوقي وضعیت د روښانتیا په تړاو طرزالعمل ترتیب کړي او د وروستۍ پرېکړې لپاره یې د وزارت محترم مقام ته وسپاري.

د یادونې وړ ده، چې الشیخ ښارګوټی د نوي کابل ښار له مهمو پراختیايي سیمو څخه شمېرل کېږي او د دې ښارګوټي د اسنادو منظمول، حقوقي وضاحت او د نمرو د وېش شفافیت د ښاري مدیریت، قانونمندۍ او متوازن انکشافي بهیر د تأمین په برخه کې مهم ارزښت لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۶
Background image

د فراه شیخ ابو نصر فرهي بندر لپاره د نفتي موادو د زېرمتون تفصیلي پلان جوړ او منظور شو

۱۴۴۷/۹/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې هغه تفصیلي پلان منظور او لاسلیک کړ، چې د فراه ولایت د شیخ ابو نصر فراهي بندر کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۶
Background image

د الشیخ ښارګوټي د حقوقي او اداري اسنادو د ارزونې په تړاو د ټاکلې کمېټې ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۹/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ، د وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال مولوي محمد رباني ناصح په مشرۍ ټاکلې کمېټې په نوي کابل ښار کې د الشیخ ښارګوټي د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۵۲
Background image

فراه کې د څه باندې سل کورونو د وېش په اړه سروې کېږي، ترڅو راستانه شوو مستحقو مهاجرو کورنیو ته ورکړل شي

۱۴۴۷/۹/۱۴

فراه ولایت کې د دایمي مېشتېدو ولایتي کمېټې رسمي غونډه د دغه ولایت د محترم والي الحاج مولوي محمد حافظ مجاهد په مشرۍ ترسره شوه.

په غونډه کې، د بېلابېلو اړوندو ادارو استازو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت