دغزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د روغتیايي کلینیک خط اچونه تر سره شوه
![picture](/sites/default/files/2024-05/whatsapp_image_2024-05-21_at_9.16.04_am.jpeg)
۱۴۴۵/۱۱/۱۲
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وايي، د دې ریاست انجنیرانو په جاغوري ولسوالۍ کې د یو روغتیايي کلینیک د ودانۍ د تعمیر لپاره خط اچونه تر سره کړه.
ښاغلي متقي وویل، یاد روغتیايي کلینیک د سیمې د خلکو په شخصي لګښت جوړیږي چې شاوخوا اووه میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، چې د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست په غوښتنه د کور اوښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم لخوا ورته نقشه ترتیب او خط اچونه یې تر سره شوه.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه په مرکز او ولایتونو کې د دولتي ادارو په غوښتنه د اداري تعمیرونو لپاره نقشې جوړوي وروسته یې دوی ته سپاري.