دایکندي کې د دوه تعلیمي پروژو رغنیزې چارې دوام لري
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دایکندي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د زنجوک و هلال منځني ښوونځي رغنیزې چارې څلور سلنه او په میرامور ولسوالۍ کې د راباط ښوونځي رغنیزې چارې ۱۲ سلنه بشپړې کړي دي.
د زنجوک و هلال منځنی ښوونځی په ۴۹۶ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۵ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت او همداراز د راباط ښوونځی په ۷۷۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.
د ویلو ده چې یادې پروژې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت پورې اړه لري چې له تطبیق سره به یې د یادو ولسوالیو د ښوونکو او زده کوونکو ډیری ستونزې هوارې شي.
###