دامان ولسوالۍ کې د بې ځایه شوو کورنیو لپاره پر هستوګنځي خبري وشوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۳:۴۳
picture

۱۴۴۵/۱۰/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدو په موخه د محترم عالي کمېسیون څخه له راغلي هیئت سره وکتل.

په دغه کتنه کې، د ملي دفاع وزارت محترم لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت، د عامې روغتیا وزارت محترم مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده او د ورزش او بدنې روزنې محترم عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق ګډون کړی و.

په ناسته کې، پر دې بحث وشو چې څنګه کېدای شي د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د بې ځایه شوو کورنیو لپاره د سرپناه انتظام وشي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني وویل، د دامان ولسوالۍ د بې ځایه شوو کورنیو د سرپناه په اړه یې د ځانګړي شوي ښارګوټي ټولې چارې بشپړې کړي دي.

ښاغلي نعماني زیاته کړه، هڅې یې پیل کړي چې د پلان عملي کېدا او بیخ بنایي چارو ترسره کېدو په موخه بودیجه ترلاسه کړي.

راغلي هیئت وویل، دوی به په دغه ناسته کې د شوو خبرو او عملي اقداماتو په اړه د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام اداري معینیت سره معلومات شریک کړي او د راتلونکو اقداماتو په اړه به د هغوی د لارښوونو سره سم پاتې چارې سرته ورسوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د خپلو دندو پر وړاندې ځان مسؤل ګڼي او هڅه کوي چې ورسپارل شوی مسؤلیت په وخت او سمه توګه ترسره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۰:۴۷
Background image

په کابل ښار کې د قلعۀ کاشف سیمې د ښاري سرغړونو د مخنیوي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د قلعۀ کاشف سیمې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۰:۳۴
Background image

په غزني ولایت کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي ټیم د ښار درېیم پلان له ساحو څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۷/۰۵/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي په لارښوونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۵

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د تورغونډۍ ګمرک د مسجد شریف د ودانیزو چارو څخه څارنه وکړه.

ښاغلي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ اونی 5 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت