جوزجان کې له ګاونډیو هېوادونو راتلونکو مهاجرو ته د ځمکو د وېش بهیر پیل شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۳:۳۹
.

۱۴۴۶/۱۰/۲۶

د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام ښاغلي اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې اجباري راستنېدونکو بې وزله مهاجرو ته د مسکن جوړولو په موخه نمرې ووېشلې.

په تړاو یې جوړ شوو مراسمو کې، د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام ښاغلي اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، له بده مرغه چې ګاونډي هېوادونه د ټولو ملي، سیمه ییز او نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف له افغان مهاجرو سره ناوړه چلند کوي او په ځینو مواردو کې یې شتمني هم لوټي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت ګام په ګام د پرمختګ په حال کې دی او د خپلو خلکو خدمت کوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وویل، مهاجر د دوی ورونه دي او خوښ دي چې د خپلو مهاجرو ورونو خدمت کوي او په کوردننه ورته د دایمي مېشتېدو زمینه برابروي.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني وویل، مهاجرت یوه سپېڅلې اسلامي کلمه ده او دا لړۍ به د ژوند په بېلا بېلو پړاونو کې دوام لري، خو په خبره یې اوس هېواد امن دی، هوسا دی، نو که مهاجر راشي خپل هېواد کې به یې سر، مال او عزت خوندي وي.

محترم نعماني پر مهاجرو غږ وکړ، چې له راغلې خپلواکۍ او سپېڅلي اسلامي نظام خوند واخلئ او خپله انرژي د هېواد په ابادۍ کې ولګوئ.

په مراسمو کې د جوزجان مرستیال والي ښاغلي نورالدین عمیر وویل، مهاجر له سخت وضعیت سره مخامخ دي، خو امارت یې خدمت ته مټې رانغاړلي دي.

ښاغلي عمیر په خلکو هم غږ وکړ چې د خپلو مهاجرو ورونو لاسنیوی وکړي.

نوموړي مهاجرو ته د ښارګوټو په چوکات کې د نمرو وېش، طرحه او ډیزاین د جوزجان ولایت د پرمختګ لپاره ګټور وبلل.

په جوزجان ولایت کې د مهاجرو ښارګوټی په (۲۰۰۰) دوه زره جریبه ځمکه کې جوړ دی، چې (۱۵۹۸) نمرې لري، څلور مساجد، لس سوداګریزې ساحې، درې مدرسې، هدیره، ښوونځي د تفریح ساحه او داسې نور.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت