جوزجان ولایت کې  څه باندې ۲۹۰ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

Nasiri_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۶ - ۷:۴۵
جوزجان

ښارجوړولو او ځمکو وزارت  هېواد کې د ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال ،جوزجان  ولایت اړوندو سېمو کې په ۲۸۲  قطعو کې ،  ۲۹۰  زره او ۷۰۷ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۲۳۱زره او ۲۶  جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې، ۵۹ زره او ۱۷۴ جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي ،چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه، د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې په ۷۱۱۰ قطعو کې ،  ۷ ملیونه ۱۲۰ زره او ۷۸۷ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د حکومت د اقتصادي او پراختیایی پلانګذاریو د ښه تطبیق په موخه  سروې او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۲۶
Background image

راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو نمرو د وېش شمېر له ۶۵ زرو واوښت

۱۴۴۸/۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو د نمرو د وېش لړۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۶:۱۲
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د سمنګان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان منظور او لاسلیک کړ

۱۴۴۸/۲/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د سمنګان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان منظور او لاسلیک شو.

یاد اصلاحي پلان د ۱۷۰۰ جریب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۹:۵۹
Background image

په زابل ولایت کې د ولایتي روغتون د نوې ودانۍ د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۲۰

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د تطبیق او نظارت تخنیکي ټیم د زابل ولایتي روغتون د نوې ودانۍ د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت