تازه؛ په ننګرهار کې راستنو شوو مهاجرو کورنیو ته له ۱۲۰۰ زیاتې استوګنیزې نمرې ووېشل شوې
۱۴۴۷/۱۱/۱۵
په ننګرهار ولایت کې راستنو شوو مهاجرو کورنیو ته (١٢٣٧) یوزر، دولس سوه او اووه دېرش استوګنیزې نمرې ووېشل شوې، څو د دوی د دایمي مېشتېدنې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، پرون د جمعې په ورځ د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند خانکي سیمه کې د یوې غونډې پر مهال دغه نمرې پر مستحقو کورنیو ووېشلې.
ښاغلي وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې امارت ژمن دی، څو راستنېدونکو مهاجرو ته د سرپناه، بنسټیزو خدماتو او د ژوند مناسب شرایط د امکان تر حده برابر کړي.
نوموړي باور لري، چې دغه استوګنیزې نمرې به راستنېدونکو کورنیو ته دا زمینه برابره کړي چې په خوندي او منظم چاپېریال کې دایمي استوګن شي او خپل عادي ژوند بېرته پیل کړي.
په یادو سیمو کې به د اوبو، برېښنا، سړکونو، ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو د جوړولو چارې هم په تدریجي ډول پلي شي.
د دې پروژې عملي کېدل نه یوازې د راستنېدونکو کورنیو ستونزې راکموي، بلکې په سیمه کې به اقتصادي فعالیتونه هم وغوړېږي او د کار فرصتونه به رامنځته شي.
د استوګنیزو نمرو دغه شمېر په داسې حال کې وېشل کېږي، چې تر دې وړاندې په همدې ولایت کې د چهارشنبې (٣٣٥) نمرې، د پنجشنبې ورځ (۴۸۹) نمرې او د جمعې مبارکه ورځ باندې (۴۱۳) استوګنیزې نمرې ووېشل شوې.
په دې سره په یاد ولایت کې راستونو شوو مهاجرو کورنیو ته په ټوله کې (٢٦٠٥) استوګنیزې نمرې ووېشل شوې او لا هم دوام لري.
