باميان ولايت کې له ۱۰۰ زره جريبو څخه زياته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۰ - ۹:۲۳
بامیان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې په باميان ولايت کې ۱۰۷۲۳۴ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړل.

 له دې ډلې څخه په ۵۶ قطعو کې ۶۴۲۷۵ جريبه سپينه دولتي ځمکه او په ۱۲۶ قطعو کې ۴۲۹۵۹ جريبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه دي چې د باميان ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.

 ښار جوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې تر اوسه ۴ ميلیونه ۵۶۹ زره او ۱۰۲ جريبه ځمکه او دولتي املاک ثبت، نقشه او سروې کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۱۹
Background image

په جوزجان ولایت کې د ښاروالۍ د مېلمستون د ودانۍ له ودانیزې چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۲۲

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د ښاروالۍ د مېلمستون د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۱۶
Background image

په غزني ولایت کې د خوګیاني ولسوالۍ د اداري ودانۍ د سنګ‌کارۍ چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۰۵/۲۲

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د خوګیاني ولسوالۍ د اداري ودانۍ د سنګ‌کارۍ له چارو څخه څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۰:۷
Background image

په جوزجان ولایت کې د سونا حمام ودانۍ د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۲۲

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ښاروالۍ د سونا حمام ودانۍ د ودانیزو چارو څارنه تر سره کړه. د څارنې په جریان کې د خښتو کار، د جاینتونو جوړول او د سونا. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 3 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت