په لغمان کې د نانکځای جومات د رغولو چارې بشپړي شوې
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د لغمان ولایت په مهترلام کې د نانکځای جومات نیمګړې چارې بشپړې کړي دي.
یاد جومات پر ۲۵۶ متر مربع مساحت ځمکه، په یو پوړ کې د ۸۰۰ مېلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په مالي لګښت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پراختیایي بودجې لهخوا رغول شوی دی.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په کچه د جوماتونو، روغتیايي کلینیکونو، دولتي ادارو، لوبغالو، کتابتونونو ، موزیم، وړکتونونو او ښوونیزو او روزنیزو ودانیو د رغولو په برخه کې د پام وړ کار کړی او د ټولګټو ودانیو رغونه د دې وزارت په لومړیتوب کې ده.