د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د ودانیو د تراکم او ځمکې د اشغال کچې تخنیکي څارنه ترسره شوه
1448/6/6
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنترول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کاري پلان له مخې، د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د بي بي حوا لېسې شاوخوا کوڅو او د خیرخانې په لومړۍ حصه کې د جوړېدونکو ودانیو تخنیکي څارنه او ارزونه ترسره کړه.
د دې څارنې پر مهال هغه ودانیزې پروژې و ارزول شوې چې په اړه یې د ښاري قوانینو او منظور شویو پلانونو د احتمالي سرغړونو، د ګاونډیانو د حریم د نقض، د ودانیز تراکم د کچې د زیاتوالي او د ځمکې د غیرمجاز اشغال نښې لیدل شوې وې.
د یادې څارنې موخه د ودانیو د جوړولو پر مهال د منظور شویو ښاري پلانونو او ساختماني معیارونو رعایت، د غیرمجاز تراکم او د ځمکې د زیات اشغال مخنیوی، د ښاري نظم ساتنه، د ګاونډیانو د حقونو او خصوصي حریم خوندي کول او د ښاري مدیریت د بهیر ښه والی دی.
د یادونې وړ ده، چې د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټيمونه د کاري پلان له مخې د کابل ښار په ټولو ناحیو کې د جوړېدونکو ودانیو د تراکم او ځمکې د اشغال کچې څارنه په دوامداره او هدفمنده توګه ترسره کوي او د تثبیت شویو سرغړونو په وړاندې به د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې لازم قانوني اقدامات ترسره شي.
