په زابل ولایت کې د میرویس خان نیکه پوهنتون د جومات د جوړولو له چارو څخه تخنیکي څارنه وشوه
۱۴۴۸/۶/۶
د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د نظارت کوونکو انجنیرانو له لوري د میرویس خان نیکه پوهنتون د جومات د جوړولو پروژې له چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د لومړي پوړ د قالب تړلو له بشپړېدو وروسته، د چت د بیمونو د سیخکارۍ چارې بشپړې شوې دي.
همدارنګه، د جومات د ممبر د بنسټ د سیخکارۍ چارې هم پای ته رسېدلې، خو د چت د سلبونو د سیخکارۍ چارې لا هم روانې دي.
د یادونې وړ ده چې ټولې ساختماني چارې د نظارت کوونکو انجنیرانو تر څارنې لاندې، د منظور شوو نقشو، تخنیکي مشخصاتو او د قرارداد د کمیټي جدول له مخې، د ټاکل شویو معیارونو مطابق پر مخ وړل کېږي.
