د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي اصلاحي پلان لاسلیک شو
۱۴۴۸/۶/۳
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي اصلاحي پلان لاسلیک کړ.
دغه پلان د ۲۱۱۷ جریبه ځمکې په مساحت کې ترتیب شوی، چې په ټولیز ډول پکې د استوګنې ۴۷۸۴ نمرې په پام کې نیول شوې دي.
د یاد ښارګوټي په تفصیلي اصلاحي پلان کې د استوګنې ترڅنګ د عامه، ښوونیزو، روغتیايي، سوداګریزو او خدماتي اړتیاوو لپاره بېلابېلې ساحې ځانګړې شوې دي.
په دې برخو کې جوماتونه، مدرسې، وړکتونونه، لومړني ښوونځي، لېسې، عیدګاه، روغتون، د فاضله اوبو د تصفیې مرکز، د اوبو زېرمې، سوداګریز مارکېټونه، د ترانسپورټ ترمینل او اداري ساحې شاملې دي.
د یاد پلان په ترتیب کې د ښارګوټي د اوسېدونکو د استوګنیزو او ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو، د عامه خدمتونو د برابرولو او د بېلابېلو ښاري کاربریو د منظم تنظیم لپاره لازمې ساحې په پام کې نیول شوې دي.
