په کندهار کې د جامع عمر مسجد شریف ودانیزې چارې به ډیر ژر بشپړې شي

org_admin
Sat, Nov 21 2026 12:28 PM
جامع عمر

۱۴۴۸/۶/۱۰

د کور او ښار جوړولو محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د کندهار ښار د حضرت عمر (رض) جامع جومات د ځینو برخو د جوړولو او پاتې ساختماني چارو د بهیر څارنه او ارزونه وکړه.

د یادې پروژې چارې د روان کال په ترڅ کې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة ‌الله اخندزاده حفظه‌ الله د لارښوونې پر بنسټ پیل شوې وې، چې تر دې مهاله د پام وړ پرمختګ پکې شوی او ټاکل شوې ده پاتې چارې یې هم په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.

محترم وزیر د پروژې د لیدنې پر مهال مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې ساختماني چارې په چټکۍ، د لوړ کیفیت او ټاکل شویو معیارونو سره سم پر مخ یوسي، څو پروژه په نږدې وخت کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

اوس مهال د مدرسې د خونو او کتابتون په برخو کې د خښتو ایښودلو، پلسترکارۍ، بېلوونکو دېوالونو جوړولو او کانکریټ اچولو چارې روانې دي.

همدارنګه، د جومات د ګنبد د پلسترکارۍ او نصبولو، د لېفټ د ځای کیندنې، کانکریټ اچولو او ایزوګام، د څښاک اوبو څاه کیندلو، د اوبو زېرمتون جوړولو او نل ‌لیکو غځولو، او د لمریزې برېښنا د سیسټم نصبولو چارې هم په بېلابېلو برخو کې روانې دي.

د یادونې وړ ده، چې د حضرت عمر (رض) جامع جومات د ودانیزې پروژې په بېلابېلو برخو کې چارې د ټاکل شوي پلان له مخې په هم‌ مهاله توګه پر مخ وړل کېږي او هڅې روانې دي، چې پاتې ساختماني چارې یې په ټاکلي وخت او د ښه کیفیت په لرلو بشپړې شي.

Latest news

Tue, Jul 01 2025 9:40 AM
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت لپاره نوي سرپرست وزیر رسماً خپله دنده پیل کړه

۱۴۴۷/۰۱/۰۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د افغانستان له مهمو سکتوري وزارتونو څخه دی، چې د کور جوړولو، د هېواد د ښاري پراختیا، ښاري پلانونو، او د ښارونو د منظمې ودې لپاره ستر مسؤلیت لري.

د. . .

Thu, Jun 27 2024 9:44 AM
Background image

New Kabul City: A Beacon of Hope for Afghanistan’s Future

By: H.N New Kabul City, a bold and ambitious urban development project, represents a significant stride toward modernizing Afghanistan. This initiative aims to alleviate the population. . .

Wed, Apr 20 2022 12:22 PM
Background image

The activities and problems of the urban planning and land departments of a number of provinces were examined

1443/09/19

Mawlawi Hamdullah Nomani, Acting Minister of Urban Development and Lands, met with the Acting Heads of Urban Development and Land Departments of Logar, Baghlan, Paktia and. . .

BACK TO NEWS

Minister of Urban Development and Housing

1 year ago

We hold ourselves accountable to our God, the Muslim nation and our country, and we consider it our duty to work for urban development, economic and social development and environmental protection. We are committed and have begun our efforts to transform the Ministry of Urban Development and housing into a service and responsive ministry that will always work for the implementation of development and welfare projects and provide transparency, incentives and employment opportunities in this area.

Mr. Najibullah Hayat Haqani
wazir-image-new