د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د سړک جوړولو چارو ۴۲ سلنه پرمختګ کړی
۱۴۴۸/۵/۱۴
د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند انجینري ټیم د برکي برک ولسوالۍ له بازار څخه تر شیخ خېل سیمې پورې د سړک جوړولو له چارو څخه نظارت ترسره کړ.
د یاد سړک د جوړولو په چارو کې تر دې مهاله شاوخوا ۴۲ سلنه فزیکي پرمختګ شوی دی.
د نوموړي سړک اوږدوالی ۹ کیلومتره دی او د جوړولو ټولیز لګښت یې ۱۰۶ میلیونه، ۳۹۶ زره او ۲۶۲ افغانۍ ښودل شوی، چې لګښت یې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له اړوندې بودیجې څخه ورکول کېږي.
د یادونې وړ ده چې د پروژې د چارو دوامداره څارنه د دې لپاره ترسره کېږي، څو ساختماني چارې د منظور شوي پلان او تخنیکي معیارونو سره سم پر مخ ولاړې شي.
