په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۸/۴/۲۴
د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس په مشرۍ تخنیکي او انجنیري ټیم څارنه ترسره کړه.
یاده شبکه د پروژې د طرحې او ټاکل شویو تخنیکي مشخصاتو له مخې په بشپړ ډول پلې شوې، چې د ۱۲۰ مترو ژوروالي د اوبو یوه ۱۴ انچه څاه، د ۱۰۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبو نللیکه، د هرې یوې د ۵ متر مکعبه ظرفیت لرونکي د اوبو دوه زېرمتونونه، ۱۴ لمریز تختې او ۲۰ عمومي نل خولې لري.
د یادې پروژې چارې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په څه کم دوه میلیونه افغانیو مالي لګښت، د لغمان د کور او ښار جوړولو ریاست تر څارنې لاندې، د ولید مسلم ساختماني شرکت له لوري د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.
د شبکې د چارو د ۱۰۰ سلنه بشپړېدو او ګټې اخیستنې ته د سپارلو سره به د مهاجرینو ښارګوټي د سلګونو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په برخه کې اساسي اسانتیا رامنځته شي.
