د نوي کابل ښار په زړه کې د کابل–بګرام سړک د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي
۱۴۴۸/۴/۱۶
د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تر چتر لاندې، د نوي کابل ښار په محدوده کې د کابل–بګرام سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د یاد ریاست مسؤلین هڅه کوي چې د ژمي موسم له رارسېدو وړاندې د دغه مهم سړک د قیر اچونې چارې پیل او د پروژې عملي بهیر لا چټک کړي، څو د سړک د جوړولو چارې د ټاکل شوي مهال وېش او تخنیکي معیارونو له مخې پرمخ ولاړې شي.
کابل–بګرام سړک د نوي کابل ښار له مهمو ترانسپورټي پروژو څخه دی، چې د ښار د بېلابېلو برخو ترمنځ د تګ راتګ د اسانتیا ترڅنګ، د نوې ښاري سیمې د ترانسپورتي شبکې په پیاوړتیا او د راتلونکو پراختیايي سیمو په نښلولو کې مهم رول لري.
د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تخنیکي او اجرائیوي مسؤلین د پروژې د چارو د چټکتیا ترڅنګ هڅه کوي، چې د سړک د جوړولو ټولې چارې د منظور شوي پلان او ټاکل شوو تخنیکي معیارونو سره سم ترسره شي، څو د نوي کابل ښار د اوسنیو او راتلونکو پراختیايي سیمو لپاره معیاري او دوامدارې ترانسپورتي اسانتیاوې برابرې شي.
