د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي پارک اصلاحي تفصیلي پلان د تطبیق لپاره رسماً وسپارل شو

org_admin
Thu, Sep 03 2026 4:14 PM
پلان تفصیلی صنایع سبز

۱۴۴۸/۳/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي پارک لپاره جوړ شوی اصلاحي تفصیلي پلان، د یوه رسمي مراسمو په ترڅ کې د تطبیق په موخه د صنعتکارانو ټولنې ته وسپارل شو، چې په همدې مراسمو کې د «اسلامي ثقافت» په نوم د یوې سترې چاپي فابریکې د پرانیستې مراسم هم ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د سترې محکمې د تمیز محترم رئیس شیخ محمدشریف حقاني، د اوبو او انرژۍ وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، د اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد او یو شمېر نورو مشرانو او صنعتکارانو ګډون کړی و.

د مراسمو په پیل کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني خبرې وکړې او د صنایع سبز صنعتي پارک لپاره یې د اصلاحي تفصیلي پلان جوړول د یاد صنعتي پارک د منظمې پراختیا او د موجودو ستونزو د هواري په برخه کې مهم ګام وباله.

محترم وزیر وویل، چې د یاد صنعتي پارک په تخنیکي او تطبیقي برخو کې له پخوا ځینې ستونزې موجودې وې، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي او مسلکي ارزونو په ترسره کولو سره د هغو د حل لپاره عملي اقدامات کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د سیلابي اوبو د مدیریت او وتلو لارې په پام کې نیول شوې، اړینې زیربناوې اصلاح شوې او هغه ستونزې چې د تېرې ادارو پر مهال د پلان خلاف ودانیزو چارو او ځینو تخلفاتو له امله رامنځته شوې وې، د اصلاحي تفصیلي پلان له لارې ورته د حل مناسبې لارې چارې برابرې شوې دي.

الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني وویل، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د منظمې ښاري پراختیا او معیاري صنعتي سیمو د رامنځته کولو په موخه د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پلانونو جوړولو او عملي کولو ته ځانګړې پاملرنه لري او هڅه کوي، چې ټولې ښاري او ودانیزې چارې د منظور شویو پلانونو او نافذه معیارونو له مخې تنظیم او پرمخ یووړل شي.

نوموړي زیاته کړه، چې په یاد صنعتي پارک کې د شاوخوا ۱۵۰۰ صنعتي فابریکو لپاره زمینه برابره شوې، چې اوسمهال ۱۲۰ فابریکې په فعالیت بوختې دي، د ۱۴۰ فابریکو ودانیزې او عملي چارې روانې دي او ۲۶۰ نورو فابریکو ته د فعالیت لپاره ځمکې وېشل شوې دي.

د نوموړي په وینا، په یاد صنعتي پارک کې تر دې مهاله شاوخوا ۸۰۰ میلیونه امریکایي ډالره پانګونه شوې ده.

ورپسې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر خبرې وکړې او د صنایع سبز صنعتي پارک لپاره د اصلاحي تفصیلي پلان جوړول یې د هېواد د صنعتي پراختیا په برخه کې مهم او اغېزناک ګام وباله.

نوموړي وویل، چې د هېواد اقتصادي پیاوړتیا او ځان‌ بسیاینې ته رسېدل له کورنیو تولیداتو، صنعت او پانګونې سره مستقیم تړاو لري او د صنعتي پارکونو او فابریکو پراختیا به د هېواد د اقتصادي ودې ترڅنګ د ګڼ ‌شمېر هېوادوالو لپاره د کار زمینه هم برابره کړي.

الحاج ملا عبدالغني برادر زیاته کړه، چې اسلامي امارت د صنعت او پانګونې د ملاتړ لپاره هڅې کوي او غواړي په هېواد کې د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي، د وارداتو د کموالي او د افغانستان د اقتصادي ځان‌ بسیاینې لپاره لا زیات فرصتونه برابر کړي.

ورپسې د اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد خبرې وکړې او ویې ویل، چې د اسلامي امارت مشرتابه هڅه کوي افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ځان‌بسیاینې پر لور رهبري کړي.

نوموړي وویل، چې په هېواد کې صنعتي پراختیا نه یوازې د کارموندنې او اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې مهمه ده، بلکې د هېواد د ثبات، هوساینې او په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ لپاره هم اغېزناک رول لري.

په دوام کې د سترې محکمې د تمیز محترم رئیس شیخ محمدشریف حقاني خبرې وکړې او له صنعتکارانو یې وغوښتل، چې خپلې چارې په اخلاص او صداقت سره پرمخ یوسي او خپل فعالیتونه د اسلامي شریعت د اصولو او نافذه قوانینو په رڼا کې تنظیم کړي.

د مراسمو په پای کې د صنعتکارانو په استازیتوب د بهیر ګروپ مشر او د صنایع سبز صنعتي پارک یو تن پانګوال ښاغلي شیرباز کمین ‌زاده د صنتکارانو په استازیتوب خبرې وکړې او د اسلامي امارت له مشرتابه څخه یې مننه وکړه، چې په هېواد کې یې پانګوالو او صنعتکارانو ته د پانګونې لپاره مناسبه او خوندي زمینه برابره کړې ده.

نوموړي د «اسلامي ثقافت» په نوم د یوې سترې چاپي فابریکې د پرانیستې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې یاده فابریکه به د قرآن‌کریم، د دیني مدرسو د کوچنیو او لویو دورو د درسي کتابونو، د ښوونځیو د کتابونو او نورو اړوندو علمي او فرهنګي اثارو د چاپ په برخه کې فعالیت وکړي.

د نوموړي په وینا، په یادې سترې فابریکې کې به شاوخوا ۷۵ میلیونه امریکایي ډالره پانګونه وشي او فابریکه به په ۱۱۰ جریبه ځمکه کې جوړه شي، چې په فعالیت سره به یې سلګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.

د یادولو ده، چې د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي پارک اصلاحي تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د سیمې د تخنیکي اړتیاوو، موجودو ستونزو او د راتلونکې صنعتي پراختیا په پام کې نیولو سره جوړ شوی دی.

د یاد پلان تطبیق به د صنایع سبز صنعتي پارک د منظمې پراختیا، د زیربناوو د معیاري کېدو، د صنعتي فعالیتونو د تنظیم او د پانګونې لپاره د لا مناسبو شرایطو د برابرولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد د ښاري او صنعتي سیمو د معیاري پراختیا په موخه د علمي، تخنیکي او مسلکي پلانونو د جوړولو او تطبیق له لارې هڅه کوي، څو د هېواد د اقتصادي ودې او دوامدارې پراختیا لپاره مناسب بنسټونه رامنځته شي.

Latest news

Tue, Jul 01 2025 9:40 AM
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت لپاره نوي سرپرست وزیر رسماً خپله دنده پیل کړه

۱۴۴۷/۰۱/۰۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د افغانستان له مهمو سکتوري وزارتونو څخه دی، چې د کور جوړولو، د هېواد د ښاري پراختیا، ښاري پلانونو، او د ښارونو د منظمې ودې لپاره ستر مسؤلیت لري.

د. . .

Thu, Jun 27 2024 9:44 AM
Background image

New Kabul City: A Beacon of Hope for Afghanistan’s Future

By: H.N New Kabul City, a bold and ambitious urban development project, represents a significant stride toward modernizing Afghanistan. This initiative aims to alleviate the population. . .

Wed, Apr 20 2022 12:22 PM
Background image

The activities and problems of the urban planning and land departments of a number of provinces were examined

1443/09/19

Mawlawi Hamdullah Nomani, Acting Minister of Urban Development and Lands, met with the Acting Heads of Urban Development and Land Departments of Logar, Baghlan, Paktia and. . .

BACK TO NEWS

Minister of Urban Development and Housing

11 months 2 weeks ago

We hold ourselves accountable to our God, the Muslim nation and our country, and we consider it our duty to work for urban development, economic and social development and environmental protection. We are committed and have begun our efforts to transform the Ministry of Urban Development and housing into a service and responsive ministry that will always work for the implementation of development and welfare projects and provide transparency, incentives and employment opportunities in this area.

Mr. Najibullah Hayat Haqani
wazir-image-new