د هرات لوی جامع جومات او سوداګریز تعمیر د چارو تخنیکي څارنه وشوه
۱۴۴۸/۳/۱۱
د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د زاړه ښار په چهار سوق سیمه کې د ښاروالۍ اړوند سوداګریز تعمیر د ساختماني چارو او د هرات لوی جامع جومات د بیارغونې له چارو څخه تخنیکي څارنه وکړه.
د څارنې پر مهال د سوداګریز تعمیر د کانکریټ اچونې، خښتو اېښودلو، برېښنا او ګچ کارۍ چارې وکتل شوې او د کار د کیفیت د ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.
همدارنګه، د جامع جومات د جنوبي ایوان د دهلیزونو، د لوېدیځ لوري د ستنو د تحکیم، د شمالي ایوان د ګچي کتیبې او د مدرسې د لرګینو دروازو او کړکیو د جوړولو او نصب چارې وکتل شوې. د یاد جومات د بیارغونې چارې په بېلابېلو برخو کې روانې دي.
