د اداري اصلاحاتو، پراختیايي او تعدیلي پلان عمومي طرحه د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شوه
۱۴۴۸/۳/۳
د ښاري اړتیاوو، موجوده وضعیت، شته امکاناتو او عامه خدمتونو ته د لاسرسي د لا ښه تنظیم په موخه، د اداري اصلاحاتو، پراختیايي او تعدیلي پلان عمومي طرحه د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني له لوري لاسلیک شوه.
د یاد پلان له مخې، هغه ۸۷۸ استوګنیزې نمرې چې مخکې د سیمه ییزې ادارې له لوري پر اوسېدونکو وېشل شوې وې، په شاوخوا ۱۸۲۶ جریبه ځمکه کې د امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبةالله اخوندزاده، حفظهالله تعالی، د حکم پر بنسټ، د موجوده وضعیت، اعظمي شته امکاناتو، د اوسېدونکو د اړتیاوو او عامه ښاري خدمتونو ته د لاسرسي په پام کې نیولو سره د سیمې عمومي پلان کې اصلاح او تعدیل شوې دي.
د تعدیل شوي پلان موخه دا ده چې د استوګنیزو ساحو ترڅنګ د سیمې د اوسېدونکو لپاره اړین عامه، ښوونیز، روغتیايي، دیني، تفریحي، ورزشي او سوداګریز خدمات په منظم ډول تنظیم او د ښاري اصولو مطابق د اړتیا وړ اسانتیاوې رامنځته شي.
د پلان له مخې، د ښوونې او روزنې په برخه کې د یوې لېسې، دوو لومړنیو ښوونځیو، چې یو د نجونو او بل د هلکانو لپاره دی، او درېیو وړکتونونو د جوړولو لپاره ساحې ځانګړې شوې دي. دغه راز، د دیني زدهکړو لپاره د دوو دیني مدرسو او د اوسېدونکو د عبادتي اړتیاوو د پوره کولو په موخه د ۸ جوماتونو لپاره هم ځایونه په پام کې نیول شوي دي.
د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د یوه روغتیايي کلینیک د جوړولو ساحه ځانګړې شوې، څو د سیمې اوسېدونکي لومړني روغتیايي خدمات په مناسب ډول ترلاسه کړای شي.
همدارنګه، د سالمې تفریح او ورزشي فعالیتونو د پراختیا په موخه د ماشومانو د لوبو پارک، ورزشي ساحه او د ځوانانو لپاره د پارک جوړولو ساحې په پلان کې شاملې شوې دي.
د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو د تنظیم او پراختیا لپاره ۸۸ سوداګریزو ودانیو ته په بېلابېلو اندازو او پوړونو کې ځای ځانګړی شوی دی. سربېره پر دې، په ساحه کې موجود دوه د تېلو ټانکونه هم د تعدیل شوي پلان په جوړښت کې تثبیت شوي دي.
د ښاري زېربناوو او نورو عامه خدماتو د برابرولو لپاره د اوبو رسولو، برېښنا، فاضلاب، ترانسپورتي شبکې او نورو اړینو تأسیساتو لپاره هم د اړتیا وړ ساحې په پام کې نیول شوې دي.
د اداري اصلاحاتو، پراختیايي او تعدیلي پلان په ترتیب کې هڅه شوې چې د استوګنې ساحې له اړینو عامه خدمتونو او ښاري اسانتیاوو سره په منظم ډول همغږې شي، څو د موجوده وضعیت او شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د سیمې اوسېدونکو ته یو منظم، معیاري او د ښاري اصولو مطابق استوګنیز چاپېریال برابر شي.
