د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې
۱۴۴۸/۲/۸
د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او سټنډرډ لابراتوار د ودانۍ له پروژو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
یاد ټیم، د کابل–بګرام سړک په پروژه کې د بنسټیزې طبقې څخه نمونې واخیستې او د موادو د درجې لابراتواري ازموینه یې ترسره کړه، چې پایلې یې د منلو وړ وې.
دغه راز، د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار ودانۍ په پروژه کې د خاورې اړوند ځینې ازموینې د ټاکل شوي پلان له مخې روانې وې او د ترسره کېدو بهیر یې وڅارل شو.
د کور او ښار جوړولو وزارتو هڅې بیل کړي، چې د هېواد په کچه ټولو ودانیزو او د ودانیزو فعالیتونو اړوند پروژو کیفیت او معیاري خوندي شي.
