د سروبي ولسوالۍ د نظارت، تعقیب، فرمانونو او احکامو امریت د ودانۍ د ساحې د توپوګرافي سروې بشپړه شوه
۱۴۴۸/۲/۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ايس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ اړوند د نظارت، تعقیب، فرمانونو او احکامو امریت د ودانیو د ساحې د توپوګرافي سروې بشپړه کړه.
یاده سروې، د سروې او جيایايس ریاست د کاري پلان له مخې ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې د نظارت، تعقیب، فرمانونو او احکامو امریت د ودانۍ د ساحې اړوند 1000 متر مربع ځمکه په تخنیکي او معیاري ډول سروې او اندازه شوه.
د دې سروې موخه، د سیمې د دقیقو تخنیکي معلوماتو راټولول، د ښاري پلانونو د ترتیب لپاره د لازمې زمینې برابرول، د ځمکو د مساحتونو تثبیت او د راتلونکو پراختیایي او بنسټیزو پروژو د پلي کېدو لپاره د کره معلوماتو چمتو کول دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جيایايس ریاست د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خپلو کاري پلانونو له مخې د توپوګرافۍ سروې او تخنیکي ارزونې چارې په دوامداره توګه پر مخ وړي.
