په ننګرهار کې د وړاندیز شویو استوګنیزو ساحو توپوګرافي سروې پیل شوه
۱۴۴۸/۱/۲۹
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جيایاېس ریاست تخنیکي ټیم له لوري، د ننګرهار ولایت په مرکز کې د وړاندیز شویو استوګنیزو ساحو توپوګرافي سروې پیل شوه.
یاده سروې د ساحو د دقیق مساحت معلومولو او د راتلونکو استوګنیزو او ښاري پلانونو د ترتیب په موخه ترسره کېږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د معیاري او منظمې ښاري پراختیا لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سروې او تخنیکي معلوماتو راټولولو بهیر ته دوام ورکوي.
