د بغلان ولایت په ډنډغوري ولسوالۍ کې د مهاجرینو ښارګوټي د دویمې پراختیايي ساحې توپوګرافي سروې بشپړه شوه
۱۴۴۸/۱/۱۹
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اېس ریاست تخنیکي ټیم له لوري د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د دویمې پراختیايي ساحې توپوګرافي سروې بشپړه شوه.
یاده سروې د ۱۲۵۰ جریبه ځمکې پر ساحه ترسره شوې، چې موخه یې د مهاجرینو ښارګوټي لپاره د معیاري ښاري پلان د ترتیبولو او راتلونکو پراختیایي چارو ته د تخنیکي زمینې برابرول دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اېس ریاست هڅه کوي، څو د دقیقو سروې ګانو او تخنیکي مطالعاتو له لارې د مهاجرینو ښارګوټو د معیاري پلان جوړولو بهیر په اغېزمنه او منظم ډول پر مخ یوسي.
