د خوندي اسنادو د چاپ پروژې د خاورې ازموینې له ساحوي چارو څارنه وشوه
۱۴۴۸/۱/۱۱
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د رسېدنې او د پروژو د تطبیق د څارنې لوی ریاست اړوند د لابراتوار ریاست له لوري د خوندي اسنادو د چاپ پروژې په ساحه کې د خاورې ازموینې د نمونو اخیستنې، برمه کارۍ او نورو ساحوي فعالیتونو څخه څارنه ترسره شوه.
د ترسره شوې څارنې پر مهال د پروژې د خاورې ازموینې درېیمه څاه بشپړه او متراژ شوه. همدارنګه د برمه کارۍ ماشین د ازموینو د دوام لپاره پنځمې څاه ته ولېږدول شو.
د دغو فعالیتونو موخه د خاورې د تخنیکي ځانګړتیاوو ارزونه، د پروژې لپاره د لازمې جیوټخنیکي مطالعې بشپړول او د راتلونکو ساختماني چارو لپاره د دقیقو تخنیکي معلوماتو برابرول دي.
