د غزني حوزوي روغتون د اکسیجن تولید فابریکې د ودانۍ او جنراتور خونې د جوړولو له چارو څخه نظارت ترسره شو
۱۴۴۸/۱/۷
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم په حوزوي روغتون کې د اکسیجن تولید فابریکې د ودانۍ او جنراتور خونې د جوړولو له پروژې څخه نظارت ترسره ک.
یاده پروژه د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په همکارۍ د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست لپاره پلې کېږي، چې موخه یې د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا او د اکسیجن د دوامدارې برابرونې لپاره د اړینو اسانتیاوو رامنځته کول دي.
ټاکل شوې ده چې د پروژې له بشپړېدو او ګټې اخیستنې وروسته به د غزني حوزوي روغتون د اکسیجن د تولید او رسولو ظرفیت لوړ شي او ناروغانو ته به د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.
