د پکتیا ولایت د مهاجرینو ښارګوټي په اصلاحي پلان کې ۹۵۵ نوې استوګنیزې نمرې اضافه شوې
۱۴۴۸/۱/۴
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د پکتیا ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.
یاد اصلاحي پلان د راستنېدونکو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې، د ښاري خدمتونو د منظم تنظیم او د استوګنیزو سیمو د اغېزمنې پراختیا په موخه ترتیب شوی، چې د پلي کېدو له مخې به د استوګنې لپاره لا ډېر فرصتونه رامنځته او د ښارګوټي د ظرفیت کچه لوړه شي.
د پلان له مخې، د پکتیا ولایت د مهاجرینو ښارګوټي په اصلاحي پلان کې ۹۵۵ نوې استوګنیزې نمرې اضافه شوې دي، چې له دې سره به د راستنېدونکو کورنیو لپاره د استوګنې د ځمکو د برابرولو زمینه نوره هم پراخه شي.
په یاد پلان کې د استوګنیزو ساحو تر څنګ د سړکونو شبکې، عامه تاسیساتو، شنو ساحو، تعلیمي او روغتیايي خدمتونو او نورو ښاري اسانتیاوو لپاره هم لازمې ساحې په پام کې نیول شوې دي، ترڅو ښارګوټی د ښاري اصولو او معیارونو له مخې پراختیا ومومي.
تمه کېږي چې د یاد پلان له تطبیق سره به د پکتیا ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د استوګنې ظرفیت لوړ او د راستنېدونکو کورنیو د مېشتېدنې لپاره به لا مناسب شرایط رامنځته شي.
