د لښکرګاه ښار په شپږمه او اوومه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو
۱۴۴۷/۱۲/۳۰
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي تخنیکي ټیم د خپل دوامداره څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د شپږمې او اوومې ناحیې اړوند له بېلابېلو ساحو څخه نظارت ترسره کړ.
په یاده څارنه کې د نهر سراج مېنې او د مهاجرینو ساحو له ودانیزو پروژو څخه لیدنه وشوه او د ښاري پلانونو د تطبیق وضعیت له نږدې وڅېړل شو.
د نظارت پر مهال له یو شمېر پروژو د مالکینو څخه وغوښتل شول چې خپل رسمي اسناد او د ودانیزو چارو جوازونه د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ته د ارزونې لپاره وړاندې کړي، ترڅو د هغوی د قانوني وضعیت په اړه لازمې څېړنې ترسره شي.
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي تخنیکي ټیم ټینګار کوي چې د منظور شویو ښاري پلانونو د تطبیق او د احتمالي سرغړونو د مخنیوي په موخه به په بېلابېلو ناحیو کې د ودانیزو پروژو دوامداره څارنه روانه وي.
