د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۲/۲۸
د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د رسېدنې ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د څلورمې ناحیې د کلوله پشته سیمې له بېلابېلو ساحو څخه څارنه ترسره کړه.
یاده څارنه د ښاري تخلفاتو او د ښار د ساحو د کارونې د څرنګوالي د ارزونې په موخه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې په یوه شنه ساحه کې یو شمېر دوکانونه په غیرقانوني ډول جوړ شوي دي، سره له دې چې څو ځلې اړوندو مسؤلینو او مالکینو ته سپارښتنه شوې وه چې خپل قانوني اسناد او مدارک د ارزونې لپاره دې ریاست ته وړاندې کړي، خو هغوی د اسنادو له سپارلو ډډه کړې وه.
له همدې امله یاده ساحه له نږدې وڅېړل شوه او د قانوني اسنادو د نه وړاندې کولو او په شنه ساحه کې د غیرقانوني فعالیتونو د دوام له امله یاد دوکانونه د نظارتي ټیم له لوري مهرولاک شول.
همدارنګه کارګران له ساحې څخه وایستل شول، ودانیز فعالیتونه ودرول شول او د اړوندو مراجعو تر وروستۍ پرېکړې پورې د کار بهیر وځنډول شو.
د یادونې وړ ده چې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي دوامداره څارنې د پلان له مخې به دا لړۍ په نورو ناحیو کې هم دوام ولري او د کابل ښار بېلابېلې ساحې به تر پوښښ لاندې راشي.
