په میدان وردګ ولایت کې د عیدګاه جومات له رغنیزو چارو څارنه تر سره شوه
۱۴۴۷/۱۲/۱۷
په میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټيم له لوري د عیدګاه جومات د روانو رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه.
د یاد جومات د رغنیزو چارو پلي کېدل د ملي پراختیا امارتي شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي. د نظارت په بهیر کې د پروژې د پرمختګ وضعیت، د کار کیفیت او د تطبیق عمومي بهیر له نږدې وڅارل شو او اړینې ارزونې ترسره شوې.
د تخنیکي ټیم له لوري د چارو د لا ښه والي په موخه مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه چې ټول فعالیتونه دې د منظور شوي قرارداد، نقشې او منل شوو انجینري معیارونو په رڼا کې په دقیق ډول تنظیم او عملي شي، څو د پروژې د کیفیت لوړه سطحه او بشپړ شفافیت تضمین شي.
