په اقینې بندر کې د دوو هنګرونو د ودانیزو چارو له پرمختګ څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۲/۰۶
د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس د یاد ریاست له تخنیکي ټیم سره یوځای، د آقینې بندر اړوند د امارتي استراس شرکت د دوو هنګرونو د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه، چې د پروژې چارې د منظور شوې نقشې او ټاکل شوو احجامو مطابق پرمخ روانې دي او اوسمهال شاوخوا اویا سلنه عملي پرمختګ لري.
همداراز، د یادې پروژې قراردادي شرکت ته لازمې تخنیکي سپارښتنې او لارښوونې وشوې، څو د پروژې د تطبیق په ټولو پړاوونو کې منظور شوې نقشه، تخنیکي معیارونه او کاري احجام په دقیق ډول عملي کړي او د هر پړاو پرمختګ له نظارتي انجینرانو سره شریک کړي.
د دغې تخنیکي څارنې موخه د پروژې د کیفیت ارزونه، د ودانیزو معیارونو رعایت، د چارو د شفاف تطبیق ډاډمنول او د بندري تاسیساتو د بنسټیزو پروژو معیاري تطبیق یاد شوی دی.
