په پنځو ولایتونو کې د استوګنیزو نمرو پراخ وېش؛ په توله کې د نمرو شمېر له ۳۲ زرو واوښت
۱۴۴۷/۱۲/۰۴
د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د هېواد په پنځو ولایتونو کې (۱۱۰۵) راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشلې.
د تیرې چهارشنبې ورځې په لړ کې په ننګرهار ولایت کې (۲۸۲) کورنیو ته، په فراه ولایت کې (۲۰۴) کورنیو ته، په کندز ولایت کې (۱۸۶) کورنیو ته، په هلمند ولایت کې (۲۶۳) کورنیو ته او په کندهار ولایت کې (۱۷۰) راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د هستوګنیزو ځمکو نمرې ورکړل شوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، د دایمي مېشتېدنې پروګرام د راستنېدونکو مهاجرو د سرپناه ستونزو د حل، د منظمې ښاري پراختیا د پیاوړتیا او د مناسب ژوند چاپېریال د برابرولو په موخه په چټکۍ سره روان دی.
یوازې د تیرې چهارشنبې ورځې په جریان کې (۱۱۰۵) استوګنیزې نمرې وېشل شوې دي، خو په ټولیز ډول تر دې مهاله د وېشل شوو استوګنیزو نمرو شمېر (۳۲۱۳۰) ته رسېدلی او دا لړۍ لا هم په چټکۍ سره دوام لري.
د ځمکو د وېش بهیر به د منظور شوو طرزالعملونو، شفافو معیارونو او عادلانه میکانېزم له مخې دوام ومومي، څو ټولو مستحقو راستنېدونکو کورنیو ته د دایمي استوګنې مناسب فرصتونه برابر شي.
