راستنو شوو مهاجرینو ته د وېشل شوو استوګنیزو نمرو شمېر (۳۱۰۲۵) ته پورته شو او دا لړۍ لا هم په چټکۍ سره دوام لري
۱۴۴۷/۱۲/۰۳
د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، تازه د هېواد په پنځو ولایتونو کې (۱۰۹۶) راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشلې.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وایي، د دایمي مېشتېدنې پروګرام د راستنېدونکو مهاجرینو د سرپناه ستونزو د حل، د منظمې ښاري پراختیا د پیاوړتیا او د مناسب ژوند چاپېریال د رامنځته کولو په موخه په چټکۍ سره روان دی.
په همدې لړ کې، تېره ورځ سه شنبه په ننګرهار ولایت کې (۳۰۸) راستنو شوو مهاجرو کورنیو ته، په فراه ولایت کې (۲۵۳) کورنیو ته، په کندز ولایت کې (۱۸۰) کورنیو ته، په هلمند ولایت کې (۳۰۰) کورنیو ته او په ارزګان ولایت کې (۵۵) راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ورکړل شوې.
یوازې د تیرې سه شنبې ورځې په جریان کې (۱۰۹۶) استوګنیزې نمرې وېشل شوې دي، خو په ټولیز ډول تر دې مهاله د وېشل شوو استوګنیزو نمرو شمېر (۳۱۰۲۵) ته رسېدلی او دا لړۍ لا هم په چټکۍ سره دوام لري.
د ځمکو د وېش بهیر به د منظور شوو طرزالعملونو، شفافو معیارونو او عادلانه میکانېزم له مخې دوام ومومي، څو مستحقو راستنېدونکو کورنیو ته د دایمي استوګنې مناسب فرصتونه برابر شي.
