په زابل ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۱۲/۱
د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د څار او پلي کېدو ټیم له لوري، د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د نوي جوړېدونکي مسجد له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه، چې د یاد مسجد شاوخوا نیمايي چارې بشپړې شوې او پاتې کارونه یې هم په چټکۍ سره روان دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مسلکي ټیمونه هڅه کوي، چې ټولې ودانیزې چارې د منظور شوې نقشې او ټاکل شوو اصولو له مخې په ښه کیفیت ترسره شي، ترڅو پروژې پر وخت او په معیاري ډول بشپړې شي.
