د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره د ټوپوګرافي سروې بشپړه شوه
۱۴۴۷/۱۱/۳۰
د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د نوي تأسیس شوې خیبر ولسوالۍ د تفصیلي پلان د ترتیب په موخه د ټوپوګرافي سروې بشپړه شوه.
تخنیکي ټیم د ولایت مقام د رسمي هدایت پر بنسټ یادې ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د ولسوالۍ له مسؤلینو، ښاروالۍ او قومي مشرانو سره د سروې او تفصیلي پلان د اهمیت په اړه خبرې وکړې.
د مسؤلینو او سیمې د مشرانو له همغږۍ او همکاریو وروسته، د اړتیا وړ ساحو ټوپوګرافي سروې ترسره او د تفصیلي پلان د ترتیب لپاره لازم تخنیکي معلومات راټول شول.
د یاد تفصیلي پلان ترتیب به د ښاري نظم، منظمې پراختیا او راتلونکو بنسټیزو پروژو د تطبیق لپاره مهم ګام وي.
