په غزني ولایت کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۱/۲۵
د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ اړوند د خدروال کلي د مسجد شریف د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال د مسجد شریف د خط اچونې پاتې چارې بشپړې شوې، او د تهداب چارې هم په ساحه کې روانې دي. د کار د پرمختګ له مخې عملي فعالیتونه په منظم ډول دوام لري.
همداراز، د سنګکارۍ لپاره د ساحې موجودې ډبرې د کیفیت له پلوه وارزول شوې او قراردادي شرکت ته لازمې تخنیکي سپارښتنې ورکړل شوې، څو د کار کیفیت د منظور شوو تخنیکي معیارونو سره سم ترسره شي.
