نوی کابل ښار د بدلون په درشل کې؛ د ۲.۶ پارسل پراختیايي پروژې پیل ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي
۱۴۴۷/۱۱/۳
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د نوي کابل ښار د لومړي فاز اړوند د (۲.۶) پارسل د دوهم بلاک تفصیلي پلان تائید او لاسلیک کړ.
د دغې چارې په ترسره کېدو سره به د یادې سیمې د عملي پراختیا بهیر ته لاره هواره شي.
په دغه پارسل کې د (ګولډن سپېشل ایکویپمنټ) ودانیز شرکت پانګونه کوي، چې د منظور شوي پلان له مخې به په ټاکلي وخت کې د پروژې د عملي چارو پیل وکړي.
د پلان د لاسلیک په مهال، ښاغلي وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د یاد شرکت له استازي سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې د پلان تر تائید وروسته باید د عملي اقداماتو لړۍ بې له ځنډه پیل شي، څو پروژه په معیاري او منظمه بڼه پر مخ ولاړه شي او ټاکلي هدفونه پر وخت ترلاسه شي.
د (۲.۶) پارسل د دوهم بلاک تفصیلي پلان د شاوخوا (245.24) جریبه ځمکې لپاره ترتیب شوی، چې په کې د استوګنیزو واحدونو ترڅنګ سوداګریزې ساحې، عامه خدمات، شنه ساحه، معیاري سړکونه، سیلبرونه (تفریحي او خدماتي مرکزونه) او نورې بنسټیزې اسانتیاوې شاملې دي.
دغه طرحه د عصري ښار جوړولو له معیارونو سره سم چمتو شوې، چې د منظم ښاري ژوند لپاره لازم چاپېریال برابروي.
د نوي کابل ښار پروژه، د هېواد له مهمو ملي او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې عملي کېدل به یې د ښاري نظم د ټینګښت، د اوسېدونکو د ژوند د کیفیت د لوړوالي، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او اقتصادي ودې په برخه کې د پام وړ اغېزې ولري.
همداراز، د خصوصي سکتور ګډون، په ځانګړي ډول د یاد شرکت پانګونه، د دې لامل کېږي، چې د پروژې چارې په چټکۍ، شفافیت او اغېزمنتیا سره پر مخ لاړې شي.
تمه ده چې د دې پارسل د پراختیا له پیل سره به د نوي کابل ښار د لومړي فاز نورې برخې هم په تدریجي ډول فعالې او عملي شي.
