د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د جومات له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۱/۱
د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي او نظارتي انجنیرانو له لوري، د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د جومات د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال د جومات د پلسترکارۍ چارې وکتل شوې، چې د تخنیکي ارزونې له مخې د نقشې او انجنیري معیارونو سره سم پرمخ روانې وې.
همدارنګه، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وشوې، څو پاتې چارې هم د منظور شوې نقشې او تخنیکي معیارونو سره سم بشپړې کړي او د کار په هر پړاو کې نظارتي انجنیران په جریان کې وساتي.
د ودانیزو پروژو دوامداره څارنه د کار د کیفیت د تضمین، د معیارونو د رعایت او د معیاري تطبیق د تأمین لپاره مهمه بلل کېږي.
