د فراه ښار د عسکرآباد فرقې سړک او قلعه موزیک سیمو د بهسازۍ پلان منظور شو
۱۴۴۷/۱۰/۲۵
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د فراه – د ښاري پراختیا په برخه کې یو بل مهم ګام پورته کړ.
ښاغلي وزیر، د فراه ولایت د فراه ښار د عسکرآباد فرقې سړک او قلعه موزیک سیمو د بهسازۍ تفصیلي پلان له تخنیکي ارزونو وروسته منظور کړ.
د تخنیکي، ټولنیزو او اقتصادي سروېګانو او هر اړخیزو ارزونو وروسته د یادو سیمو لپاره د بهسازۍ جامع پلان طرح او ترتیب شو، چې وروسته د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر له لوري تائید او لاسلیک شو.
دغه پلان د زیربناوو د ښهوالي، اقتصادي ودې او د خلکو د ژوند د کیفیت د لوړولو په موخه جوړ شو، چې په کې د سپکو صنایعو پراختیا، د ښاري خدماتو ښه کول، د سرچینو مدیریت او د کاري فرصتونو رامنځته کول شامل دي.
د عسکرآباد فرقې سړک او قلعه موزیک سیمې شاوخوا (۲۳۷.۹۳) جریبه مساحت لري، چې په پلان کې د ۵۶۱ استوګنیزو واحدونو د سمون ترڅنګ، ۱۶ د ښاري خدماتو ساحې هم په پام کې نیول شوې دي.
همداراز، په پلان کې (۵۵۸۶.۸۴) متر مربع سوداګریزه ساحه، (۱۳۳۴۸۴.۳۳) متر مربع سړکونه، (۴۴۵۶۰.۰۴) متر مربع خدماتي ساحه او (۱۷۳۳.۴۶) متر مربع احتیاطي (ریزرفي) ساحه په پام کې نیول شوې ده.
د کور او ښار جوړولو وزارت هیله لري، چې د دې پلان په پلي کېدو سره به د فراه ښار په یادو سیمو کې د ښاري نظم ټینګښت، اقتصادي وده او د اوسېدونکو د ژوند د شرایطو ښه والی رامنځته شي.
