د میدان وردګ ولایت کې په دوو ښارګوټو کې د ښاري سرغړونو څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۰/۲۵
د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د کوتل تخت او انکشافي کوتل تخت ښارګوټو څخه د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه لیدنه وکړه.
دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار عمومي ریاست د هدایت پر بنسټ ترسره شوه.
د ليدنې راپور ښيي چې په نوموړو ښارګوټو کې د پخوانیو سرغړونو د څارلو وروسته، په روانه نېټه هېڅ ډول نوې سرغړونه ونه ليدل شوه.
په يادو ښارګوټو کې د ځينو استوګنيزو نمرو ودانیزې چارې روانې وې، چې د تفصيلي پلانونو سره سمې څارنې په ترڅ کې هېڅ ډول تخلف ونه موندل شو.
دا لیدنه د ښاري نظم د ساتنې او د ودانیزو پروژو د قانوني تطبیق د تضمین لپاره ترسره شوه. د څارنې له لارې د ښارګوټو د ودانیزو فعالیتونو شفافیت او د ښاري سرغړونو مخنیوي یقیني کېږي، ترڅو ښاروالۍ ته د معیاري او قانوني ودانیو چاپیریال برابر شي.
