د وردګ پوهنتون د زراعت پوهنځي له رغنیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۱۰/۱۹
د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري ټاکل شوي تخنیکي ټیم د وردګ پوهنتون د زراعت پوهنځي له رغنیزو چارو څارنه ترسره کړه.
د څارنې په ترڅ کې څرګنده شوه چې د پوهنځي په لومړي او دویم پوړ کې د رغنیزې چارې روانې وې چې تخنیکي ټیم ترې څارنه وکړه، په دې کې د پلستر کارۍ، د پیزاره کښل او نصب، د فرسوده پلسترونو لرې کول، د خشتکارۍ ځینې برخې، د دیوالونو د فرسوده رنګونو تراش او پاکوالی، د هرې ورځې کیورینګ چارې، او په دویم منزل کې د استر کارۍ چارې شاملې وې.
د تخنیکي ټیم له لوري د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لارښوونې ورکړل شوې چې ټول کارونه د منظور شوې نقشې او انجنیري معیارونو مطابق پرمخ یوسي او چارې په معیاري ډول بشپړې کړي.
دا پروژه د پوهنځي د تعلیمي چاپېریال د ښه والي او زده کوونکو د خوندي چاپېریال لپاره عملي کېږي، ترڅو ودانۍ د دوامداره کارونې وړتیا ترلاسه کړي.
