د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د مسجد شریف د جوړېدو له چارو څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۰/۱۴
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د نادعلي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د عمومي سړک پر مسیر د مسجد شریف د جوړېدو له روانو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.
د نظارت په ترڅ کې څرګنده شوه، چې اوس مهال په ساحه کې د مسجد شریف د دروازو د نصب او رنګمالۍ چارې روانې دي.
د نظارت پر مهال، د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د قراردادي شرکت مسؤل انجنیر ته لازمې لارښوونې وشوې، چې له مخې یې باید د مسجد دروازې د منظور شوې نقشې مطابق نصب شي، د کارګرو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وشي، د کار ساحه پاکه وساتل شي، ټولې چارې د نقشې او کاري حجمونو له مخې پر مخ یووړل شي، او د هر نوي کار له پیل وړاندې د نظارت انجنیران په جریان کې واچول شي.
همدارنګه ټینګار وشو، چې د پروژې ټاکل شوی وخت په پام کې ونیول شي او چارې په معیاري او منظم ډول بشپړې شي.
په پای کې، د تخنیکي ټیم مشاهدات ثبت شول او ټاکل شوې ده، چې د څارنې پایلې د اړوندو مراجعو سره شریکې شي.
