د خوست ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې نوي کلینیکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
۴۴۷/۱۰/۱۳
د خوست ولایت د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د ورزې مدین کلي کلینیک، د تڼیو ولسوالۍ د باز ملا کلي کلینیک، د صبریو ولسوالۍ د اباخانې کلي کلینیک او د ځاځي میدان ولسوالۍ د اسکندرۍ کلي کلینیکونه، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ټیمونو تر دوامداره څارنې لاندې جوړ شوي، د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
یاد کلینیکونه د اساسي ساختماني معیارونو له مخې په یو پوړ کې جوړ شوي، چې پکې صحي خونې، اداري خونې، د انتظار خونه، د اوبو څاه، د فاضلاب سیستم، برېښنايي سیستم او احاطوي دېوال شامل دي.
د دغو پروژو د پلي کېدو بهیر د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې د نړیوالې کډوالۍ سازمان په مالي ملاتړ پیل شوی، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ټیمونو له لوري یې د نقشې، کاري حجمونو، انجنيري معیارونو او مشخصاتو له مخې له پیل څخه تر بشپړېدو پورې دوامداره څارنه ترسره شوې ده.
د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ټیمونو د مسلکي نظارت له برکته، د یادو پروژو چارې په معیاري او لوړ کیفیت بشپړې شوې، چې دا به د سیمې اوسېدونکو ته، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره، د روغتیايي خدمتونو د لاسرسي په ښه کېدو کې مهم رول ولوبوي.
په پای کې، یاد کلینیکونه په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شول، چې له دې وروسته به خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
