په اماراتو ښارګوټي کې د ۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت یوه پروژه پیل شوه

najib_admin
Sun, Feb 08 2026 3:27 PM
Noor

۱۴۴۷/۰۸/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د کابل ښار اړوند ۱۵ مه ناحیې قصبې سیمه کې د اماراتو ښارګوټي کې د یو باب مسجد شریف د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په دغو مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت محترم وزیر شیخ محمد خالد حنفي، د اقتصاد وزارت محترم وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف، د دې وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال مولوي محمد رباني ناصح، د یاد وزارت یو شمېر رئیسان، د ښارګوټي اړوند د ګذر وکیلانو، سیمه ییزو اوسېدونکو او نورو برخه اخیستې وه.

د مراسمو په پیل کې د اماراتو ښارګوټي د اوسېدونکو په استازولۍ د د دغې سیمې خطیب او د ګذر وکیل خبرې وکړې، چې راغلو چارواکو ته یې ښه راغلاست وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت څخه یې مننه وکړه او د دغه ښارګوټي د لا پرمختګ په موخه یې ځینې وړاندیزونه هم وکړل.

په مراسمو کې د اقتصاد وزارت محترم وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف وویل، اسلامي امارت د محدودو امکاناتو سره سره، د اخلاص، شفافیت او ملي مسؤلیت پر بنسټ ګڼې بنسټیزې پروژې پلې کړې دي او لا هم دغه بهیر دوام لري.

نوموړي زیاته کړه، چې د تېرې ادارې نیمګړې پروژې بشپړې شوي او دا مهال ګڼې نورې پراختیايي او زیربنایي پروژې تر کار لاندې دي.

ورپسې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت محترم وزیر شیخ محمد خالد حنفي وویل، جوماتونه د دیني پوهاوي، د حق د پیغام رسولو او د اسلامي ارزښتونو د خپرولو تر ټولو مهم مرکزونه دي.

ښاغلي حنفي وویل، د مساجدو له برکته د اسلام سپېڅلی دین تر خلکو په سالمه او منظم ډول رسېږي، هغه چې الله منلی دین دی.

د غونډې په پای کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني وویل، یاده پروژه یو باب مسجد شریف دی، چې په یو وخت کې تر پنځلس سوه لمونځ کوونکي په کې لمونځ کولی شي او په دوه پوړونو کې به جوړ شي.

ښاغلي وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، د جامع مسجد شریف تر څنګ په نږدې راتلونکي کې د یوې بلې سترې پراختیايي پروژې د پرانستې پلان لري.

نوموړي ټینګار وکړ، چې وزارت د هېواد په کچه د مسکن او ښاري پراختیا اړوند شته اړتیاوو ته جدي پاملرنه کوي.

ښاغلي حقاني د اماراتو ښارګوټي اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ، چې د دغه ښارګوټي د لا پرمختګ لپاره به بېلا بېل پلانونه ترلاس لاندې ونیسي او عملي به یې کړي.

اماراتو ښارګوټي کې د ۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د جامع مسجد شریف د بنسټ ډبرې ایښودل د یاد ښارګوټي د دیني او ټولنیز جوړښت د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي او تمه ده چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته د عبادت او ټولنیزو فعالیتونو لپاره معیاري اسانتیاوې برابرې شي.

Latest news

Tue, Jul 01 2025 9:40 AM
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت لپاره نوي سرپرست وزیر رسماً خپله دنده پیل کړه

۱۴۴۷/۰۱/۰۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د افغانستان له مهمو سکتوري وزارتونو څخه دی، چې د کور جوړولو، د هېواد د ښاري پراختیا، ښاري پلانونو، او د ښارونو د منظمې ودې لپاره ستر مسؤلیت لري.

د. . .

Thu, Jun 27 2024 9:44 AM
Background image

New Kabul City: A Beacon of Hope for Afghanistan’s Future

By: H.N New Kabul City, a bold and ambitious urban development project, represents a significant stride toward modernizing Afghanistan. This initiative aims to alleviate the population. . .

Wed, Apr 20 2022 12:22 PM
Background image

The activities and problems of the urban planning and land departments of a number of provinces were examined

1443/09/19

Mawlawi Hamdullah Nomani, Acting Minister of Urban Development and Lands, met with the Acting Heads of Urban Development and Land Departments of Logar, Baghlan, Paktia and. . .

BACK TO NEWS

Minister of Urban Development and Housing

3 months 1 week ago

We hold ourselves accountable to our God, the Muslim nation and our country, and we consider it our duty to work for urban development, economic and social development and environmental protection. We are committed and have begun our efforts to transform the Ministry of Urban Development and housing into a service and responsive ministry that will always work for the implementation of development and welfare projects and provide transparency, incentives and employment opportunities in this area.

Mr. Najibullah Hayat Haqani
wazir-image-new